CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د امريکا لخوا د خپل صادراتي بنديز په ليسټ کې د

cri     (GMT+08:00) 2018-10-31 13:03:17

يوې چيني تصدۍ د شاملېدو په اړه خبرې وکړې

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په دې نسبت چې د چين اړونده تصدي د امريکا د سوداګرۍ وزارت لخوا په خپل صادراتي بنديز ليسټ کې شامله شوې ده، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د اکتوبر په ۳۰مه نېټه وويل، چې چين د امريکا له يواړخيز بنديز سره مخالف کوي او له امريکا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه لازم تدابير ونيسي او خپل غلطې او ناسمې کړنې نورې بندې کړي.

ياد وياند وويل، د چين د فو جيان ولايت د جين هوا مجتمع مدار شرکت د امريکا د سوداګرۍ وزارت لخوا د خپل صادراتي بنديز په ليسټ کې شامل کړی دی. چين د امريکا له هغو کړنو سره مخالف کوي چې د دولتي امنيت مفهوم پراخوي، له صادراتي بنديزونو ناوړه استفاده کوي، يواړخيز بنديز لګوي او د تصديو په عادي نړيوالو تجارت او همکاريو کې لاسوهنه کوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای