CRI Online

په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت د اړيکو دفتر مشر د مشهور ليکوال جا ليانګ يونګ د مړينې په مناسبت د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-10-31 14:23:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د هانکانګ مشهور ليکوال او د چين د ادبي ټولنې افتخاري غړي او د چين د ليکوالو ټولنې د افتخاري رئيس مرستيال جا ليانګ يونګ د اکتوبر په دېرشمه نېټه په هانکانګ کې وفات شو.په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت د اړيکو دفتر مسئول وانګ جي مين د همدې ورځې په شپه د يو پيغام په استولو سره د ده کورنۍ او خپلوانو ته د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګند کړل.

هغه په دې پيغام کې ليکلي چې ښاغلي جا ليانګ يونګ مشهور او نامتو ليکوال دی او د ګونګ فو په اړه د ناولونو ليکلو په برخه کې يې لوی لاس لرلو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای