CRI Online

د شينجيانګ د ملي لږکيو زړه وړونکی هنرونه

cri     (GMT+08:00) 2018-10-31 15:54:28

د شينجيانګ د ملي لږکيو زړه وړونکی هنرونه

د اکتوبر په پای کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو څخه راغلو اتو مېلمنو د چين له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه. د شينجيانګ د مقام هنر په نوم تياتر کې د مقام خاطرې په نوم د نندارې تمرين روان و چې دغه بهرني مېلمانه ورغلل او په زړه پورې موسيقي او د ملي لږکيو د سندرغاړو د زړه وړونکي اواز تر اغېزې لاندې راغلل. مقام د اويغوري قوم يو ډول دوديز او عنعنوي هنر دی.

د دې تمرين تر پای ته رسېدو وروسته د مصر د راډيو ټلويزيون مجلې عمومي ايديتر خالد خانفی وويل

((همدا اوس موسيقي ډېره زړه وړونکې ده، سندرغاړی ښکلې هنجره لري. دلته مو وليدل چې چين د ملي لږکيو عنعنوي هنر ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي او دغه هنر په ښه توګه خپور او ساتل شوی. ))

د دې تياتر مسئول دغو بهرنيو مېلمنو ته وويل، د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو په لومړي وخت کې د مقام هنر د ورکېدو په حال کې و، د نوي چين حکومت دې مسئلې ته ډېره پاملرنه کړې او اړوند کارپوهان يې ګمارلي چې د دې هنر په اړه پر وخت مالومات راغونډ، تنظيم او څېړنه کړي، او حکومت په دې کار ډېرې پيسې هم لګولې دي، نو دغه قومي هنر په ښه توګه ساتل شوی دی.

دغو اتو بهرنيو مېلمنو پر مقام هنر سربيره د شينجيانګ په ئلي سيمه کې د ځايي بېلا بېلو قومونو عنعنوي کلتورونه او هنرونه هم وليدل. ئلي سيمه د شينجيانګ په لوېديځ کې پرته ده او دلته د ۴۴ قومونو وګړي اوسېږي. د ئلي سيمې د سندرو او نڅاوو ډلې دغو بهرنيو مېلمنو ته د قزاقي، خوې، هان، مغولي او اويغوري قومونو عنعنوي موسيقۍ او نڅاوو نندارې وړاندې کړې. د ترکيې د صباع ورځپاڼې د کلتوري برخې مشر ګوکسن ګوکتس د دغو نندارو تر کتلو وروسته زموږ خبريال ته وويل

((دلته مو رنګارنګ کلتورونه او هنرونه وليدل او د ځايي هنرمندانو د نمايش غښتلی توان مو احساس کړ. زما په اند د دې سيمې د ژوند چاپېريال ډېر ارام دی، او يوازې په دغه شان چاپېريال کې هنر وده کولای شي. ))

دغه بهرني مېلمانه ور پسې د چاپچال د شوه قوم کورواکې ولسوالۍ ته ورسېدل او دلته يې د شوه قوم له موزيم، د عنعنوي کلتور او هنر له پارک څخه ليدنې وکړې چې د دې قوم تاريخ، قومي کلتور او د غيرمادي ميراث د ساتنې او خپرېدا په اړه مالومات يې تر لاسه کړل. برسيره پر دې، دوی د شوه قوم عنعنوي مهارت غشي ويشتلو کې برخه واخيستله .

د افغانستان د هارت اف ايشيا ورځپاڼې د سياسي تحليلونو د برخې مشر ښاغلی اسدالله وحيدي تل په شينجيانګ کې د ملي لږکيو د قومي ژبو ساتنې ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې، د شوه قوم له قومي موزيم څخه تر ليدنې وروسته يې زموږ خبريال ته وويل، په شينجيانګ کې د ملي لږکيو قومي ژبې، کلتور او دودونه په ښه توګه ساتل شوي. هغه وويل:

((د شوه قوم له قومي موزيم څخه د ليدنې په وخت کې مې داسې مالومات تر لاسه کړل چې د شوه قوم د خلکو شمېر ډېر لږ دی، خو دوی ټول په خپله قومي ژبه خبرې کولای شي او د دې قوم کلتور په ښه توګه ساتل شوی. څو ورځې مخکې ما په تورفان سيمه کې له ځايي وګړيو سره خبرې وکړې، دوی په خپله قومي ژبه خبرې کولې. په وروستيو ورځو کې مو څو نندارې وکتلې او دا مې پيدا کړه چې د ځايي ملي لږکيو وګړي ټول په خپلو قومي ژبو په مسلسله توګه خبرې کولای شي. نه يوازې د بېلا بېلو قومونو وګړي خپله قومي ژبه وايي او پخپله خپل قومي کلتور ساتي، د چين حکومت هم د ملي لږکيو د کلتور، هنر او دودونو د ساتلو لپاره ډېر کوښښونه ترسره کړي او کوي يې. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای