CRI Online

د امريکا پخوانۍ تجربه لرونکې ديپلوماته: امريکا او چين بايد په اغيزمنه توګه اختلافونه کنترول کړي او له شته مسئلو سره دې په ګډه مقابله وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-10-31 15:17:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د دولتي شورا پخوانۍ تجربه لرونکې ديپلوماتې سوسن تورنتون د اکتوبر په دېرشمه نېټه وويل چې امريکا د بنسټيزو ګټو په برخه کې له چين سره اختلافونه نه لري او په ډېرو برخو کې ګډې ګټې لري، نو دواړه خواوې بايد په اغيزمنه توګه خپلمنځي اختلافونه کنترول کړي او له شته مسئلو سره دې په ګډه مقابله وکړي.

نوموړې چې پخوا يې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ حکومت کې د ختيځې اسيا او ارام سمندر سيمې په هکله د بهرنيو چارو مرستياله وزيره وه ،د روان کال په جولای کې تقاعد شوې .په همدې ورځ هغې په واشينګټن کې د فکري اورګان له خوا په جوړ شوی فعاليت کې وويل چې امريکا او چين په ډېرو برخو کې ګډې ګټې لري او دواړه خواوې د اوسني نړيوال سيستم د ساتلو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي.

هغې زياته کړه چې امريکا او چين د سيمه ييز ثابت د ساتلو، له ترهګرۍ او تندلارۍ سره د مبارزې،د ډله ييزې وژنې وسلو د خپرېدا د مخنيوي ، له ساري ناروغيو او طبيعي ناورينو سره د مقابلې او د چاپيريال ساتنې په برخو کې ګډې ګټې لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای