د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په امريکا کې د چين لوی سفير څوي تيان کای د اکتوبر په دېرشمه نېټه په واشينګټن کې د چين د سوداګريزې ټولنې په فعاليت کې وويل چې د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې ملکي ځواکونو تل د دوه اړخيزو اړيکو د ثابت او سالم پرمختګ لپاره خپل رول لوبولی دی او د ننګونو پر وړاندې به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي وساتي تر څو دغه اړيکې عادي مسير ته را شي
په امريکا کې يادې ټولنې په همدې ورځ د چين او امريکا ترمنځ د ډيالوګ او د چين او امريکا ترمنځ د راتلونکو اړيکو په نوم فعاليت تر سره کړ او د مهربانې ښاپېرۍ په نوم د چين او امريکا د خلکو ترمنځ د تګ راتګ په هکله د مستند فلم د خپرولو مراسم يې هم تر سره کړل چې پکې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو په پرمختيايي بهير کې د عامو وګړو په زړه پورې کيسې نندارچيانو ته معرفي شوې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |