د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال روبرت پالادينو په همدې ورځ په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، امريکا په دې غور کوي چې ځينې هغه هېوادونه، چې له ايران څخه د نفتو واردات تر زياتې اندازې پورې کم کړي، له بنديز څخه معاف کړي. خو هغه د دغو هېوادونو نومونه او د بنديز څخه د معافېدو موده نه ده ياده کړې.
نوموړي دا هم وويل، چې امريکا اوس هڅه کوي چې ايران ته ډېر سخت فشار واوړي او ژر تر ژره به دغه هدف تر سره کړي چې له ايران څخه هيڅ هېواد به نفت وارد کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |