د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يوه پوځي چورلکه د اکتوبر په ۳۱ مه نېټه د دې هېواد په سوېل لوېديځ فراه ولايت کې لوېدلې چې پکې ۲۵ تنه سپاره وو. ځايي رسنيو ويلي چې په چورلکه کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي.
د فراه امنيتې قومندان فضل احمد شيرزاد د ياد خبر پخلی کړی او رسنيو ته يې ويلي چې ياده چورلکه په همدې ورځ له فراه څخه هرات ته په لاره وه چې سقوط يې وکړ.
د مالوماتو له مخې، خرابه هوا ښايي د دې چورلکې د لوېدو لامل وي، خو طالبان بيا ادعا کوي چې ياده چورلکه دوی غورځولې ده. تر اوسه پورې د افغانستان دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |