CRI Online

د سوريې په چارو کې د م م نوی ځانګړی استازی وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-11-01 09:27:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوتريس د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د ناروې ډيپلوماتيک چارواکی ګير پيدرسن د سوريې چارو په اړه د م م نوی ځانګړی استازی وټاکه، څو د ستفان دميستورا پر ځای کار پيل کړي. دمستورا به په نژدې وخت د شخصي غوښتنې له امله خپل ماموريت پای ته ورسوي.

ګير پيدرسن اوس په چين کې د ناروې سفير دی. د م م د سرمنشي وياند په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې نوموړی لسګونه کاله سياسي او ديپلوماتيکې تجربې لري او په م م کې د ناروې پخوانی استازی او د لبنان په چارو کې د م م پخوانی ځانګړی همغږی کوونکی و.

دمستورا د ۲۰۱۴ کال په جولای کې د سوريې چارو په اړه د م م د ځانګړي استازي په توګه دنده پر غاړه واخيسته او د روانې مياشتې په پای کې يې اعلان وکړ چې هغه به په نومبر کې خپل ماموريت پای ته ورسوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای