CRI Online

د اندونيزيا د غورځېدلې الوتکې د توربکس ځای مشخص شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-01 09:43:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اندونيزيا د دولتي ژغورونکې ادارې مشر محمد سياوګی د اکتوبر په ۳۱مه نېټه په جاکارتا کې وويل، ژغورونکو د ليون هوايي شرکت د غورځېدلې الوتکې د توربکس نښه موندلې او ځای يې هم مشخص کړی، دغه توربکس به ممکن ژر راوستل شي.

نوموړي وويل، اوس د ژغورنې کار لپاره سخته ستونزه دا ده چې د سمندر په لاندنې سيمه کې د اوبو څپې ډېرې پيچلي دي، نو د سمندر په تل کې پلټونکي او روباټ د توربکس ځای ته نه شي نږدې کېدای . اوس ژغورونکي د ۲۴ ساعتو لپاره چمتو دي او د مناسبو شرايطو په لرلو سره به د توربکس د راوستلو کارونه پيل کړي.

د اکتوبر په ۲۹مه نېټه ياده الوتکه سمندر ته وغورځېدله او پکې ۱۸۱ مسافر او ۸ تنه کارکوونکي سپاره وو. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای