CRI Online

قطر چمتو دی چې له بهرني پوځي ګواښ سره مقابله وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-01 09:48:44
قطر چمتو دی چې له بهرني پوځي ګواښ سره مقابله وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د قطر د دفاع وزير خالد العطيه د اکتوبر په ۳۱مه نېټه وويل، قطر چمتو دی چې له بهرني پوځي ګواښ سره مقابله وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د قطر د دفاع په وزارت کې د نظامي چارو په اړه يوه مباحثوي غونډه کې خبري رسنيو ته وويل، قطر د ځان ساتلو توان لري. که څه هم قطر متحدين او ملګري لري او له امريکا سره يې د پوځي همکارۍ تړون هم لاسليک کړی دی، خو قطر به د ځان ساتنې لپاره له هېڅ خوا څخه مرسته و نه غواړي. هغه زياته کړه، قطر د اقتصادي پرمختګ تر څنګ د دفاعي چارو ابادۍ ته هم ډېره پاملرنه کړې او کوي يې، خو دا پر نورو د تېري کولو په موخه نه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای