د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کينيا ولسمشر وهورو کنياتا د اکتوبر په ۲۶مه نېټه له کينيا څخه نيويارک ته د مستقيمې هوايي کرښې د پرانيستلو تر مراسمو مخکې د امريکا د CNN له خبريال سره يوه مرکه وکړه. د دې مرکې په وخت کې د CNN
خبريال ريچارد کويست د دې هوايي کرښې په اړه هېڅ خبرې و نه کړې، خو د کينيا د پورونو په تېره بيا د چين د کريدتونو په هکله يې ډېرې پوښتنې وکړې. ولسمشر کنياتا پر دې ټينګار وکړ چې کينيا هم له چين څخه او هم له امريکا څخه کريدتونه اخيستي، هم څواړخيز پورونه هم دوه اړخيز پورونه لري، د کينيا د پورونو جوړښت ډېر مناسب دی.
د کويست د هغې موخې په اړه چې و يې غوښتل د چين پر کريدتونو تور ولګوي، ولسمشر کنياتا د ده خبرې ردې کړې او و يې ويل، کينيا د پرمختګ په اړه خپله اجنډا لري او پر دې بنسټ غواړي له کينيا سره د ټولو مرسته کوونکو هېوادونو سره همکاري وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |