د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اکتوبر په ۳۱مه نېټه په انقره کې د نظامي صنعت د تکنالوژۍ په نندارتون کې اعلان وکړ چې ترکيې د ليري واټن ويشتوونکو توغنديو پر ضد د ملي دفاعي سيستم د څېړنې او تاسيس په موخه د سپر په نوم پلان پيل کړی، د اټکل له مخې دغه کار به د ۲۰۲۱ کال تر پايه به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې ترکيه په دفاعي صنعت کې د کورني توليدي انډول د لوړوالي په هڅه کې ده، په دفاعي او نظامي صنعت کې پر خپلې تکنالوژۍ تکيه د ترهګرۍ پر ضد عملياتو لپاره ډېر مهم ارزښت لري.
ترکيه په دې وروستيو کلونو کې د تونديو د هوايي دفاعي سيستمونو څېړنې او پرمختګ ته ډېره پاملرنه کړې او زياتې هڅې يې کړې دي. بر سيره پر دې، تېر کال ترکيې له روسيې سره د توغنديو پر ضد د اېس-۴۰۰ ډول دفاعي سيستم د اخيستلو په اړه د ۲ مليارډه ۵۰۰ مليونو ډالرو په ارزښت تړون لاسليک کړ، دغه سيستم به د راتلونکي کال په اکتوبر په ترکيه کې ځای پر ځای شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |