CRI Online

د پاکستان صدراعظم عمران خان به له چين څخه رسمي ليدنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-01 15:13:18

د پاکستان صدراعظم عمران خان به د نومبر له دوهمې نيټې څخه تر پنځمې نيټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه وکړي او په شانګهای کې به د چين په لومړی نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي.هغه د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د چين د خبري رسنيو له خبريالانو سره ګډه مرکه ومنله او ويې ويل چې د ده د سفر په موده کې به د فساد پرضد د مبارزې اود بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې له چين څخه تجربې زده کړي او هيله يې وښودله چې پاکستان د چين د چټک پرمختګ له تجربو څخه ګټې واخلي.د دې ترڅنګ هغه تمه لري چې په ياد نندارتون کې ګډون وکړي.

نوموړي وويل چې دغه ليدنه به له چين څخه د ده دوهمه ليدنه وي او د پاکستان د صدراعظم په توګه تر ټاکل کېدو وروسته به نورو هېوادونو ته دوهم رسمي سفر هم وي.د پاکستان او چين ترمنځ اړيکې اوږد تاريخ لري. کله چې پاکستانيان ملاتړ ته اړتيا درلودلې، چين تل را څخه ستر ملاتړ کړی. په عين وخت کې چين په نړۍ کې د يو داسې هېواد په توګه چې اقتصادي پرمختګ يې ډېر چټک دی او دوهم لوی اقتصادي قدرت بلل کيږي،په ډېرو برخو کې له پاکستان سره تجربې شريکولای شي د بېلګې په توګه د ښارونو پرمختګ او د ککړتيا مخنيوي په ځانګړې توګه د فساد پرضد د مبارزې او د بې وزلۍ له منځه وړلو په برخو کې .هغه به د خپل سفر په موده کې په عمده توګه د يادو برخو په باب له چيني مشرانو سره بحثونه وکړي. هغه وويل هيله لرم چې نه يوازې له چيني مشرانو سره په خبرو اترو کې د چين د برياليتوب په اړه تجربې زده کړم بلکې هغه لار پيدا کړم چې پاکستان څنګه له دغو تجربو څخه ګټه واخلي.زه به په ځانګړې توګه لاندې دوو برخو ته پاملرنه وکړم : يوه يې د فساد پرضد مبارزه ده چې د پاکستان حکومت پکې ډېرې هڅې کړې او کوي يې او بله يې د بې وزلۍ له منځه وړل دي.د چين حکومت په تېرو دېرشو کلونو کې ۷۰۰ مليونه تنه له بې وزلۍ څخه ژغولي چې دغه موخه د انسانانو په تاريخ کې د نورو هېوادونو له خوا نه ده تر سره شوې.د بې وزلۍ له منځه وړل زموږ ګوند د علاميې يوه برخه هم ده.زه هيله لرم چې له چيني مشرانو سره په کتنه کې د چين له خوا غوره شوي تدبيرونه زده کړم .دا څرګنده ده چې دغه کار سمدلاسه نه شي تر سره کيدای او چين د يو لړ اغيزمنو تدبيرونو په نيولو سره په دې برخه کې بريالی شو.

عمران خان به د ۷۶ تنو په ګډون د يوه پلاوي په مشرۍ د شانګهای په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي .هغه وويل چې ياد نندارتون د پاکستان لپاره يو مهم فرصت برابروي او پاکستان به له دې لارې خپل ځانګړی توليدات نندارې ته وړاندې کړي ترڅو دوه اړخيز سوداګريز جوړښت برابر کړي.هغه وويل له چين سره د پاکستان صادرات او سوداګري برابرې نه دي،ځکه له چين څخه زمونږ وارد شوي توليدات چين ته د صادر شويو توليداتو په پرتله ډېر دي،نو مونږ غواړو چې د صادراتو د زياتوالي لپاره ځينې مرستې تر لاسه کړو.د پاکستان پر وړاندې اوسنۍ عمده مسئله په معمولې سوداګرۍ کې منفي توازن دی ،نو دغه نندارتون د پاکستان لپاره يو ښه فرصت دی.مونږ به په پاکستاني غرفه کې صادرېدونکي توليدات نندارې ته وړاندې کړو چې پکې منسوجات، کرنيز توليدات، سپورټي توليدات،د جراحۍ تجهيزات،چرمې توکي او شيريني شامل دي.

صدراعظم عمران خان د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د يادونې په ترڅ کې وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز د پاکستان لپاره ډېرې ګټې رسولې او له اقتصادي ستونزو څخه د پاکستان د وتلو لپاره يې ښه رول لوبولی دی. هيله من يم چې پاکستان د دې دهليز په ابادۍ سره په نورو چارو کې او د خلکو د ژوند په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای