د چين د اقتصادي ورځپاڼې د خبر له مخې، د ۲۰۱۹ کال لپاره د سوداګريز چاپيريال راپور د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د نړيوال بانک له خوا خپور شو. د دې راپور له مخې، چين په زياتو برخو کې څرګند پرمختګونه تر لاسه کړي، چين په نړۍ کې ۴۶م مقام خپل کړی چې د تېر کال په پرتله ۳۲ مرتبې پر مخ تللی او دا د ياد راپور له خپرېدو راهيسې د چين تر ټولو لوړ مقام دی.
د نړيوال بانک په اند، چين د تصديو د جوړولو، د پروژو تاسيس ته د اجازه ليک ورکولو، برېښنا، مالياتو او نړيوالې سوداګرۍ په شمول د اوو برخو په اصلاحاتو کې وتلی پرمختګونه تر لاسه کړي دي.
د ياد راپور له مخې، چين د سوداګريزو جنجالونو د حل په برخه کې په نړۍ کې د ډېرو غوره اقتصادي قدرتونو څخه دی، ځکه په چين کې د سوداګريزو جنجالونو د حل منځنی لګېدلي وخت ۴۹۶ ورځې دی او پر يادو جنجالونو لګيدلې پيسې په تر لاسه شوي تاوان کې۱۶٪ برخه نيسي چې د اقتصادي همکارۍ سازمان د عالي عايد لرونکو غړو هېوادونو د منځنيو حجمونو په پرتله ډېر ټيټ دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |