د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د دفاع وزارت د نومبر په لومړۍ نېټه د دې خبر پخلۍ وکړ چې په همدې ورځ د کوريا جمهوريت د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت سره د ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو ترمنځ ټول دښمانه عملونه ختم کړل.
د کوريا جمهوريت د دفاع وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دواړو خواوو ترمنځ د هغه پوځي تړون له مخې چې د تېر سپتمبر په نولسمه نېټه لاسليک شوی و، دواړه خواوې بايد د نومبر له لومړۍ ڼېټې څخه خپلمنځي ټول دښمانه عملونه پای ته ورسوي، مثلا پوځي کرښې ته نږدې سرحدي سيمه کې د توپونو تمرينونه او په طبيعي چاپېريال کې د سرتېرو د وړې او لويې کچې تمرينونه بايد ختم شي، د بېلا بېلو ډولونو الوتکو د الوتنو منعه سيمه دې وټاکله شي او داسې نور.
د کوريا جمهوريت د دفاع وزارت وويل، ديموکراتيکې کوريا هم د دښمانه عملونو د ختمولو لپاره تدبيرونه نيولي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |