CRI Online

د اټکل له مخې سږ کال به چين ته د لاتيني امريکا صادراتي ارزښت ۲۸٪ زيات شي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-01 17:26:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د لاتيني امريکا او کاريبين اقتصادي کميټې د اکتوبر په ۳۱مه نېټه يو راپور خپور کړ. په دې راپور کې اټکل شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې به د لاتيني امريکا او کاريبين سيمې د صادراتي مالونو عمومي ارزښت د تېر کال په پرتله ۹.۷٪ زيات شي چې په دې جمله کې به چين ته د صادراتو ارزښت ۲۸٪ ته زيات شي.

نوموړې کميټې په همدې ورځ په مکسيکو کې په ۲۰۱۸ کال کې د لاتيني امريکا او کاريبين سيمې د نړيوالې سوداګرۍ د راتلونکې تر عنوان لاندې راپور خپور کړ. د دې راپور له مخې، چين د لاتيني امريکا او کاريبين سيمې ډېر فعال سوداګريز ملګری دی. په دغه راپور کې اټکل شوې چې سږ کال به اروپا ته د دې سيمې صادراتي ارزښت د تېر کال په نسبت ۹٪ زيات شي او امريکا ته به يې صادراتي ارزښت ۷٪ زيات شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای