د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په پلازمينه کابل کې د اکتوبر په ۳۱ مه نېټه پر يوې امنيتي پوستې د لاسي بمونو بريد شوی چې له امله يې لږ تر لږه د يادې پوستې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د مالوماتو له مخې، دغه پېښه د پلازمينې کابل په پنځمې امنيتي حوزې سيمه کې شوې ده او وسلوالو کسانو د اکتوبر د ۳۱ مې نېټې په شپه په دغه سيمه کې يوې امنيتي پوستې ته څو لاسي بمونه ور وغورځول او بيا له پېښې وروسته تښتېدلي دي. د دغه بريد له امله دوه پوليس ټپيان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوي دي.
تر اوسه پورې هېچا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |