CRI Online

د چين او مراکش مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-01 19:43:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د مراکش پاچا محمد شپږم د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۶۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې ويلي چې مراکش له هغو افريقايي هېوادونو څخه يو دی چې لومړی يې له چين سره سياسي اړيکې ټينګې کړې. له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو په سوله ييز ډول پرمختګ کړی. زه د چين او مراکش تر منځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم، غواړم له تاسو سره يو ځای د دواړو هېوادونو سياسي باور لا ټينګه کړم، د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په چوکاټ کې په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړم، د دواړو هېوادونو حکومتونه دې د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې لاسته راوړنې پلې کړي تر څو د چين او مراکش تر منځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې نورې هم پر مخ لاړې شي.

محمد شپږم په خپل پيغام کې په تېرو ۶۰ کلونو کې د مراکش او چين تر منځ د اړيکو پرمختګ ستايلی دی. هغه په پيغام کې ويلي چې مراکش غواړي د يو کمربند او يوې لارې په جوړېدو کې فعال ګډون وکړي، مراکش به د چين او افريقا د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د چين وړانديزونو ته ځواب ور کړي څو خپلمنځي همکارۍ او د افريقا او چين تر منځ همکارۍ زياتې مثبتې لاسته راوړنې ولري.

په همدې ورځ د چين صدراعظم لي که چيانګ او د مراکش صدراعظم سعدالدين الوثماني هم يو بل ته په همدې مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای