د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمي غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مشر وانګ يانګ،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمي غړي او د مرکزي سکرتريت منشي وانګ هو نينګ او د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمي غړي او مرستيال صدر اعظم هان جنګ هم په ياده غونډه کې ګډون درلود.
په ياده غونډه کې د لسو تصديو استازو په وار سره ويناوې وکړې .دوی د نويو حالاتو پر وړاندې د شخصي تصديو د ملاتړ په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه وکړل.د استازو د ويناوو تر اورېدو وروسته رئيس شي جين پينګ يوه ډېره مهمه وينا وکړه.هغه وويل چې د چين غير دولتي اقتصاد د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو وروسته د کمونېست ګوند د اصولو او تګلارو تر لارښوونې لاندې رامنځته شوی دی. له ۴۰ کلونو راهيسې په چين کې د شخصي تصديو اقتصاد د چين د پرمختګ لپاره لازم ځواک ګرځېدلی دی .
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې پدې وروستيو کې ځيني شخصي تصدۍ د خپلې ودې په بهير کې د بازار، د پانګو راټولولو،د خپل جوړښت د اصلاح په شمول بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخامخ شوي او لامل يې ډېر اړخونه لري. اوسمهال د چين اقتصادي وده په عمومي توګه ثابته او مخ پر ودې روانه ده او اړوند شاخصونه په مناسبه ساحه کې ساتل شوي. په ورته وخت کې زموږ د اقتصادي ودې پر وړاندې نامعلوم عوامل او فشارونه او د تصديو د روانېدو ستونزې زياتيږي. دا هغه ډول ستونزې دي چې د پرمختګ په پروسه کې خامخا ورسره مخ کيږو. موږ بايد ګټور شرايط ووينو څو پر خپلې اقتصادي ودې خپل باور زيات شي. که موږ پر خپلې ستراتېژۍ او ټاکلو کاري ګامونو ټينګار وکړو ، د اقتصادي جوړښت اصلاحاتو ته لومړيتوب ورکړو او په هراړخيزه توګه اصلاحات او ورخلاصون ژور کړو، زموږ د هېواد اقتصادي وده به هرومرو لوړ کيفيت لرونکي پرمختيايي مدار ته داخله شي او روښانه راتلونکی به ولري.
شي جين پينګ زياته کړه چې موږ بايد د اقتصادي ودې په بهير کې په مداومه توګه د شخصي تصديو د پرمختګ لپاره ګټور چاپيريال جوړ کړو او د شخصي تصديو د اقتصادي ودې په بهير کې د موجودو ستونزو د لېرې کولو لپاره ورسره مرسته وکړو. اوسمهال موږ بايد شپږ تدبيرونه په ښه توګه عملي کړو. لومړی: د تصديو ماليې دې کمې کړو. دوهم : د شخصيو تصديو لخوا د پانګو د راغونډولو ستونزو د حل لپاره دې هڅې وکړو. درېيم: د سيالۍ عادلانه چاپيريال دې برابر کړو . څلورم : د اړوندو تګلارو د تطبيق لارې چارې دې بشپړې کړو. پنځم، د سياستوالو او سوداګرو ترمنځ بايد پاکې اړیکې وساتل شي.شپږم: د سوداګرو سر او مال دې خوندي وساتو.
شي جين پينګ د شخصي تصديو له خاوندانو څخه هيله وکړه چې خپل اداري توان لوړ کړي، د خپلو تصديو جوړښت دې بشپړ کړي او عصري ميکانيزمونه دې جوړ کړي.
په دغې غونډې کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي ارګانونو اړوندو مسئولينو ، د تصديو خاوندانو استازو او د اړوندو پولي ارګانونو استازو هم ګډون کړی و.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |