د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون او له بېوزلو سره د مرستې نړيوال فورم د نومبر په لومړۍ نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې پرانيستل شو او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ياد فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې چين په نړۍ کې تر ټولو ستر نفوس لرونکی پرمختيايي هېواد دی او تل په نړۍ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې فعالې هڅې کړې دي.
چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای په نړۍ کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د م م ۲۰۳۰کال د دواملرونکي پرمختګ په اجنډا کې د اړوندو موخو د پوره کولو لپاره خدمتونه وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |