CRI Online

لي که چيانګ د م م د پرمختيايي پروګرام ادارې له مشر اچيم سټېنر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 09:56:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د لومړۍ نيټې په ماښام په بېجينګ کې د م م د پرمختيايي پروګرام ادارې له مشر اچيم سټېنر سره وکتل

لي که چيانګ وويل چې د م م د پرمختيايي پروګرام اداره د چين تر اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته د م م داسې لومړی پرمختيايي اورګان دی چې زموږ له هېواد سره همکاريزې اړيکې يې ټينګې کړې وې. له څلوېښتو کلونو راهيسې په بېلا بېلو ساحو کې دوه اړخيزې همکارۍ ښې پايلې درلودلې او د چين د اقتصادي ابادۍ او ټولنيز پرمختګ لپاره يې ګټه رسولې ده. چين چې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې لاهم برابر نه دی، د اوږدې مودې لپاره به يو پرمختيايي هېواد وي .مونږ هيله لرو چې ځاني پرمختيايي پلان په ۲۰۳۰ کال کې د م م د دواملرونکي پرمختګ له اجنډا سره يو ځای کړو او د م م د پرمختيايي پروګرام له ادارې سره د همکارۍ پياوړتيا ته ادامه ور کړو.

سټېنر وويل چې د م م د پرمختيايي پروګرام ادارې له چين سره دوستانه اړيکې ټينګې کړې او دواړو خواوو په چين او ټوله نړۍ کې ډېرې همکارۍ کړې دي. زمونږ اداره له څو اړخيز کېدو او د م م له خوا د رول له لوبولو څخه د چين ملاتړ ستايي او غواړي چې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ژورتيا او د پرمختيايي تجربو د شريکولو لپاره د نوښت او دواملرونکي پرمختګ په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای