CRI Online

لي که چيانګ د امريکا د پارلمان غړو له پلاوي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 10:00:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د لومړۍ نيټې په ماسپښين د امريکا د مشرانو جرګې غړي اليکسنډر په مشرۍ د دې هېواد د مشرانو او استازو جرګو له پلاوي سره وکتل.

لي که چيانګ وويل چې که څه هم د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له څلوېښتو کلونو راهيسې دغه اړيکې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ شوې، خو عمومآ د پرمختګ په لور روانې شوې دي. له حقيقتونو څخه ښکاري چې د چين او امريکا ترمنځ سالمې او ثابتې اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري. دواړه خواوې بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا د تر لاسه شويو ګډو نظريو له مخې په سمه لاره د دغو اړيکو د دوام لپاره ګډې هڅې وکړي .هيله لرم چې د امريکا د پارلمان غړي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د امريکا پارلماني غړو وويل چې چين يو لوی هېواد دی چې خلک يې غښتلی دي. د امريکا او چين ترمنځ سيالي شته دي، خو دوی ځانونه يو د بل سيال نه بولي ، ځکه چې متقابلې ګډې ګټې له اختلافونو څخه زياتې دي.دواړه خواوې بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي تر څو ګډه سمسورتيا پکې رامنځته شي .په سوداګريزه ساحه کې شته مسئلې بايد په عادلانه او مساوي لارو چارو حل شي او نه په سوداګريزه جګړه .د امريکا پارلماني غړي غواړي چې د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو او د متقابل تفاهم او همکارۍ د پياوړتيا لپاره رغنده رول ولوبوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای