CRI Online

شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تليفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 10:03:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په لومړۍ نيټه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بلنه ور سره تليفوني خبرې اترې وکړې

ټرمپ وويل چې له رئيس شي جين پينګ سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې د رئيس شي جين پينګ له لارې د چين خلکو ته نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړم.د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د نظريو مستقيمې تبادلې ډېرې مهمې دي، نو مونږ بايد خپلمنځي اړيکې وساتو .زه تمه لرم چې په ارجټاين کې د شلو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې په موده کې له رئيس شي جين پينګ سره بيا ملاقات وکړم او له تاسو سره د ځينو مهمو مسئلو په باب بحثونه وکړم.امريکا له چين سره سوداګريزې همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې چين ته صادرات زيات کړي.زما په اند دا لازمه ده چې د دواړو هېوادونو اقتصادي ډلې يو له بل سره سلا مشورې وکړي.زه د چين په لومړي نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره له امريکايي تصديو څخه ملاتړ وکړم.

شي جين پينګ وويل ، خوشحاله يم چې بيا له ښاغلي ولسمشر سره تليفوني خبرې اترې کوم.چين څو څو ځله له امريکا سره د اړيکو په هکله خپل دريځ بيان کړی دی، نو هيله لرم چې دواړه خواوې د تر لاسه شويو ګډو نظريو له مخې د دغو اړيکو د سالم پرمختګ لپاره هڅې وکړي.زه هم له ښاغلي ولسمشر سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ښاغلي ولسمشر سره د يادې سرمشريزې غونډې په موده کې ملاقات وکړم او د دوه اړخيزو اړيکو او نورو سترو مسئلو په باب در سره د نظريو تبادله وکړم.مونږ ګډه هيله لرو چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په سالمه توګه پرمختګ ومومي او خپلمنځي همکارۍ پياوړې شي،نو بايد د دې هيلې د رښتيا کولو لپاره هڅې وکړو.

د دواړو هېوادونو مشرانو هم د کوريا ټاپووزمې د امنيتي حالاتو په هکله د نظريو تبادله وکړه. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې له روان کال راهيسې په يادو حالاتو کې مثبتې نښې نښانې ليدل شوې ، چين هيله لري چې امريکا او د کوريا ولسي ديموکراتيک جمهوريت متقابلو ګټو ته پاملرنه وکړي تر څو د دې ټاپووزمې د بې وسلې کولو او د سوله ييز ميکانيزم د جوړولو بهير پرمخبوزي.چين به په دې برخه کې په دوامداره توګه رغنده رول ولوبوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای