CRI Online

چين په بريالي ډول د بيدو درېيم نمبر سيستم کې د ځمکنې کرې لومړۍ ثابت مدار لرونکې سپوږمکۍ وتوغوله

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 10:17:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر د لومړۍ نېټې په ۲۳ بجو او ۵۷ دقيقو د چين د شي چانګ د سپوږمکۍ توغولو په مرکز کې د CZ-3B نقليه توغندي په وسيله د بېدو درېيم نمبر د نړيوالې شبکې ۱۷مه سپوږمکۍ وتوغوله.

ياده سپوږمکۍ د ځمکنې کرې لپاره بې حرکته ده. دا د بېدو ۴۱مه لارښوونکې سپوږمکۍ ده او د بيدو درېيم نمبر سيستم کې د ځمکنې کرې لپاره لومړۍ بې حرکته مدار لرونکې سپوږمکۍ ده.

د خبر له مخې، ياده سپوږمکۍ په بريالي ډول ټاکلي مدار ته رسېدلې ده، وروسته به ازموينه او ارزښتنه وکړي او د بېدو درېيم نمبر له پخوانيو ۱۶ لارښوونکو سپوږمکو سره به ګډه شبکه جوړه او په مناسب وخت کې به خدمت پيل کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای