CRI Online

د ترکيي او امريکا پوځونو د سوريې په شمال کې لومړۍ ګډه ګزمه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 10:40:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې د دفاع وزير حلوسي اکعر د نومبر په لومړۍ نېټه وويل چې د دې هېواد او امريکا پوځونو د همدې ورځې په ماښام د سوريې په شمال منبيز سيمه کې لومړۍ ګډه ګزمه پيل کړه.

نوموړي په همدې ورځ د ترکيې په پارلمان کې وويل چې د دواړو هېوادونو پوځونو د ګډې ګزمې پلان جوړ کړی او د ګزمه کوونکو عسکرو روزنير کورسونه يې هم تر سره کړي دي. ياده سيمه د سوريې په شمال کې د ترکيې په سرحد کې پرته ده چې زياتره برخه يې د امريکا تر ملاتړ لاندې د سوريې د کردي وسله والو يعنې د سوريې د ديموکراتيک ځواک تر کنترول لاندې ده. د دې هېواد حکومت په دې اند دی چې په دې سيمه کې د ترکيې او امريکا د پوځونو شتون د سوريې پر ملي حاکميت تېری دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای