CRI Online

د م م عمومي اسامبلې د يوه پرېکړه ليک په تصويبولو سره له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې پر کيوبا باندې بنديزونه پای ته ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 14:15:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م ۷۳مې عمومي اسامبلې د نومبر په لومړۍ نيټه د زياترو رايو په تر لاسه کولو سره يو پرېکړه ليک تصويب کړ او پکې يې له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې پر کيوبا ۵۶ کلن اقتصادي، سوداګريز او پولي بنديزونه پای ته ورسوي.

د م م له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۹۱ غړو هېوادونو په همدې ورځ د کيوبا له خوا د وړاندې شوې اړوندې مسودې په هکله رايې ور کړې او د ۱۸۹ موافقو او دوو مخالفو رايو په تر لاسه کولو سره يې ياد پرېکړه ليک تصويب کړ چې له دې جملې څخه امريکا او اسرائيلو مخالفې رايې ور کړې.

د کيوبا د بهرنيو چارو وزير رودريګيوز له رايه ورکونې نه مخکې وويل چې پرکيوبا د امريکا لګېدلي بنديزونه د کيوبا خلکو پر بشري حقونو علني او سيسټماټيک تېری دی چې له امله يې کيوبا ته د ۹۳۳ مليارډو او ۷۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت زيانونه رسيدلي دي.هغه هم پردې نيوکه وکړه چې په امريکا کې د بشري حقونو په تړاو مسئلې ډېرې سختې دي ، نو هېڅ حق نه لري چې په دې برخه کې پر نورو هېوادونو انتقاد وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای