د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين اورګاډي د بېجينګ ګروپ محدود شرکت د نومبر په لومړۍ نيټه وويل چې په همدې ورځ د چين د هه بۍ ولايت د هوان لاې په ولسوالۍ کې د ځايي لارښوونکې د امر له مخې له بېجينګ څخه تر جانګ جيا کو پورې د ګړندی اورګاډي لارې لومړۍ پټلۍ غځول شوې ده او له دې څخه ښکاري چې د دې پټلۍ د غځولو کارونه په رسمي توګه پيل شوي دي.
ياده پټلۍ د بېجينګ له شمالي برخې څخه د هه بۍ ولايت تر جانګ جيا ګو پورې ده چې اوږدوالی يې ۱۷۴ کيلو متره دی. د دې لارې تر جوړېدو وروسته به د يادو دوو ځايونو ترمنځ د سفر وخت څه کم يو ساعت ته راټيټ شي چې دا به د بېجينګ د اولمپيک ژمني سپورټي لوبو ،د بېجينګ ، تيان جين او هه بۍ ولايت ترمنځ د ګډ پرمختګ د پرمخبيولو او له لويديځې سيمې سره د تړلو لپاره د اهميت وړ وي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |