CRI Online

د فلسطين ختيځ بيت المقدس ښاروال يو ځل بيا د اسرائيل لخوا توقيف شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 15:39:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، اسرائيلي پوليسو د نومبر په لومړۍ نېټه د فلسطين ختيځ بيت المقدس ښاروال ادنان غايس توقيف کړ. دا په دې وروستيو دوو اوونيو کې دوهم ځل دی چې اسرائيلي پوليس نوموړی توقيفوي.

د فلسطين يوه چارواکي خبر ورکړ، چې د اسرائيلو پوليس د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د ختيځ بيل مقدس يو کلب ته ننوتل چې هغه وخت يې په سيمينار کې ګډون کوونکي ونيول او غايس او ورسره ۳ ملګري يې توقيف کړل. اسرائيلي پوليسو د نورو ګډون کوونکو له شړلو وروسته دغه کلب بند کړ.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای