CRI Online

امريکا او د کوريا جمهوريت په جنګي وخت کې د جنګي لارښودنې واک د سپارلو لپاره سند لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 15:42:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امريکا او د کوريا جمهوريت په دې وروستيو ورځو کې د پوځي همکاريو يو لړ اسناد لاسليک کړي دي چې په جنګي وخت کې د کوريا جمهوريت ته د امريکا د جنګي لارښودنې د واک ورکولو لپاره چمتو کېږي او له سپارلو وروسته د دفاعي چارو د همکاريو لپاره لارښوونه او پلان جوړېږي.

د امريکا د دفاع وزارت د خبر له مخې، د امريکا دفاعي وزير جېمس ماتيس او د کوريا جمهوريت دفاعي وزير جيونګ کيونګ دو د اکتوبر په ۳۱مه نېټه په امريکا کې کلنۍ امنيتي مشورتي غونډه تر سره کړې ده او وروسته يې د دواړو هېوادونو د راتلونکو پوځي همکاريو په اړه د اتحاديې د لارښوونکو اصولو سند لاسليک کړ.

ماتيس وويل، په ياد سند کې ويلي شوي چې په راتلونکي کې به د کوريا جمهوريت د امريکا پر ځای د دواړو هېوادونو د ګډې پوځي لارښوونکې څانګې مشرۍ وکړي او په دوامدار ډول به د دواړو هېوادونو د ګډ واک په وسيله د کوريا جمهوريت له تېري څخه وساتي.

جيونګ کيونګ دو وويل، د کوريا جمهوريت او امريکا به خپل قدمونه چټک کړي څو ژر تر ژره د سپارلو شرط تر لاسه کړي. له سپارلو وروسته به د لارښوونکو اصولو ياد سند د دواړو هېوادونو د همکاريو لپاره نوره څرګنده لارښوونه برابره کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای