د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په لومړۍ نېټه وويل چې ټول پناه غوښتونکي بايد امريکا ته د ننوتلو په بندرونو کې خپل غوښتنليکونه وړاندې کړي او ناقانونه پناه غوښتونکي به ونه منل شي.
هغه په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د مهاجرينو مسئلې په هکله يوه وينا کې وويل ، هغه کسان چې د امريکا قوانينو ته زيانونه رسولي او په ناقانونه توګه امريکا ته ننوتلي دي، د امريکا له خوا به ونه منل شي او اړوند پلان د جوړېدو په وروستي پړاو کې دی. د دې ترڅنګ هغه د مهاجرينو په تړاو د امريکا له اوسني قانون څخه ناخوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې اوس پناه غوښتونکي او د نورو هېوادونو مهاجرين د امريکا د اړوند نظام له خلا څخه ګټه اخلي.
تر اوسه ټرمپ د دې په اړه څه نه دي ويلي چې ايا ياد پلان يوازې د منځنۍ امريکا مهاجرينو لپاره دی او که امريکا ته د ننوتلو لپاره د ټولو غوښتونکو په مقابل کې دي.هغه زياته کړه چې دی به په راتلونکي اوونۍ کې د مهاجرينو په تړاو فرمان لاسليک کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |