د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د نومبر په ۲مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين به د روانې مياشتې له ۶مې څخه تر ۹مې نېټې پورې په ژنيو کې د م م د بشري حقونو شورا د درېيم پړاو د بشري حقونو څارنه قبل کړي.
لو کانګ وويل، د چين حکومت يادو څارونکو کارونو ته په درنه سترګه ګوري او م م ته يې د دولتي بشري حقونو راپور وړاندې کړی دی. د چين يو عالي رتبه پلاوی به، چې د بهرنيو چارو د مرستيال وزير يوي يو چنګ په مشرۍ او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې اړوندو چارواکو، د شينجيانګ، شيځانګ، هانکانګ او مکاو استازو څخه جوړېږي، په دې څارنه کې برخه ولري. چين غواړي په خلاص او رښتينی ډول له بېلابېلو خواوو سره رغنده ډيالوګ تر سره کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |