CRI Online

د چين نړيواله راډيو به په ژوندۍ بڼه د چين د وارداتو د لومړي نړيوال نندارتون پرانيستونکي مراسم خپاره کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 18:09:46

د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون به د نومبر له پنځمې تر لسمې نېټې پورې په شانګهای کې ترسره شي. په هغه وخت کې به د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او سيمو سياستوال، د صنعت او سوداګرۍ ټولنې شخصيتونه او د اړوندو نړيوالو سازمانونو مسئولين په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د نومبر د پنځمې نېټې په سهار د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي او له چيني او بهرنيو مشرانو سره به يوځای د ډېرو هېوادونو له نندارتون څخه ليدنه وکړي.

د چين نړيواله راډيو به په ژوندۍ بڼه په انګليسي ، جاپاني، اندونيزيايي او جرمني ژپو د خپلو راډيويي څپو له لارې د ياد نندارتون پرانيستونکي مراسم خپاره کړي او د پښتو ژبې په شمول د نړۍ په ۴۴ ژبو به په خپلو ويپپاڼو او ټولنيزو رسنيو د ياد نندارتون پرانيستونکي مراسم خپاره کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای