CRI Online

شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 19:43:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۲مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل.

شي جين پينګ د عمران خان هرکلی وکړ.عمران خان په رسمي بلنه چين ته راغلی او د خپل سفر په ترڅ کې به د چين د وارداتو په لومړي نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي. شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل چې چين او پاکستان د هر وخت ستراتيژيک همکاران دي. هر څرنګه چې د نړيوال حالات او يا هم د دواړو هېوادونو کورنۍ اجنډاوې بدلېږي، د چين او پاکستان تر منځ اړيکو تل پرمختګ کړی دی. د چين او پاکستان تر منځ همکاريو نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولي، بلکې د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره هم ګټورې تمامې شوې دي.

عمران خان وويل چې پاکستان د چين د پرمختګ برياليتوبونه ستايي او هيله لري چې پاکستان هم د چين د پرمختګ او د بېوزلې له منځه وړلو په برخو کې د چين برياليتوبونه زده کړي. پاکستان له چين سره د اړيکو د ژورتيا لپاره کوښښ کوي، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز جوړونه ګړندۍ او پياوړې کړي څو د پاکستان اقتصادي او ټولنيز پرمختګ و هڅول شي. پاکستان غواړي له چين سره په څواړخيزو چارو کې سلامشورې وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای