CRI Online

هوانګ کون مينګ د ۲۰۱۸ کال د يو کمربند او يوې لارې د رسنيو همکارۍ فورم له بهرنيو استازو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 20:10:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د يادې کميټې د مطبوعاتي څانګې مشر هوانګ کون مينګ د نومبر په ۲ مه نېټه په بېجينګ کې له هغو عمدو بهرنيو استازو سره وکتل چې د ۲۰۱۸ کال د يو کمربند او يوې لارې د رسنيو همکارۍ په فورم کې ګډون کړی دی.

هغه وويل چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې په اړه وړانديز د وړاندې کولو د پنځو کلونو راهيسې، دغه وړانديز ګام په ګام پر رښتينو عملونو بدل شوی او زيات برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. هيله ده چې د اړوندو هېوادونو او سيمه ييزو رسنيو تر منځ تبادلې او همکارۍ ژورې شي او د يو کمربند او يوې لارې په اړه سره هغږې او ښه غږ پورته کړي او د ګډې همکارۍ ګټورې اړيکې ټينګې کړي.

بهرنيو استازو وويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز لاسته راوړنې د ستايلو وړ دي او هيله يې وښوده چې د رسنيو تر منځ همکارۍ پياوړې شي او د يو کمربند او يوې لارې د جوړېدو لپاره زيات خدمتونه وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای