CRI Online

وانګ يي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-02 20:39:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۲ مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شا محمود قريشي سره وکتل.

وانګ يي شاه محمود قريشي سره په خبرو ې وويل،د پاکستان د نوي حکومت له جوړېدو څخه راپدې خوا د چين او پاکستان اړيکو په ښه توګه پرمختګ کړی دی. دواړه خواوې دې په ټينګه له خپلو مهمو ګټو او د پاملرنې وړ موضوعاتو په برخه کې يو له بل څخه ملاتړ وکړي، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د جوړولو چارو ته دې پرمختګ ورکړي څو د پاکستان صنعتي سويه او پرمختيايي توان لوړ شي. چين به په مداومه توګه د پاکستان اقتصادي او ټولنيزې ودې ته مرستې او ملاتړ برابر کړي.

قريشي په خپلو خبرو کې وويل، پاکستان به په پرله پسې توګه د چين د مهمو ګټو او د پاملرنې وړ موضوعاتو په برخه کې په ټينګه د چين ترڅنګ ودريږي.د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز جوړول د ګردې سيمې له راتلونکي سره تړاو لري او د سيمه ييزې اقتصادي ودې لپاره به ګټور تمام شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای