د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت د نومبر په ۲مه نېټه د ديموکراتيکې کوريا په کايسونګ کې د دواړو هېوادونو د تماس چارو په ګډه څانګه کې خبرې اترې وکړې چې دواړه خواوې به په ګډه سره د اولمپيک نړيوالې کميټې ته پيغام وليږي چې پکې په دواړو هېوادونو کې په ګډ د ۲۰۳۲ کال د اولمپيک لوبو د تر سره کولو غوښتنه وړاندې کړي.
د کوريا جمهوريت د خبر له مخې، دواړو خواوو منلې ده چې په ګډه به په توکيو کې د ۲۰۲۰ کال په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي.
دواړو هېوادونو هم همدارنګه منلې ده چې د دواړو خواوو د سپورټي چارو د پرمختګ لپاره به د يو بل هېوادونو ته لوبغاړي ولېږي چې د دې هېواد په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |