د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د خوراک او زراعت سازمان، د کرنيز پرمختګ نړيوال صندوق،نړيوال خوراکي پروګرام د نومبر په ۲مه نېټه د چين د کليو زراعت له څانګې سره په چانګ شا ښار کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې نوم يې دی د چين د کليو پرمختګ ستراتيژي، د ۲۰۳۰ کال د دوامداره پرمختګ اجنډا ته وده ورکول. په دې اعلاميه کې يې د چين لخوا وړاندې شوې د کليو پرمختګ ستراتيژي ومنله او د دوی په اند دغه ستراتيژي د يادو درېيو سازمانونو له هدفونو او ستراتيژۍ سره يو ځای کولی شي.
د خبر له مخې، ياده اعلاميه د م م لومړی ځل دی چې په رسمي سند سره د چين د کليو د پرمختګ له ستراتيژۍ څخه څرګند ملاتړ کوي. يادو درېيو سازمانونو په دې اعلاميه کې د چين ستاينه وکړه چې زراعت او کليو ته يې لومړيتوب ورکړی دی چې د اساسي تأسيساتو، انرژۍ، اوبو لګونې او شين تخنيک په برخو کې پانګونه کړې دي څو چې بېوزلي کمه کړي او خوراکي امنيت تأمين شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |