CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ۵۸ هېوادونو څه دپاسه زر تصدۍ به د چين د لومړۍ دورې د وارداتو په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-03 17:25:21

د سين هوااژانس د خبر له مخې، خبريال د چين د لومړۍ دورې د وارداتو نړيوال نندارتون په هکله له مطبوعاتي غونډې څخه خبر اخيستی چې د يو کمربند او يوې لارې د ۵۸ هېوادونو څه دپاسه زر تصدۍ به په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.

د مالوماتو له مخې ۸۲ هېوادونه او د تجارت نړيوال سازمان په شمول نړيوال سازمانونه به د دغه نندارتون د تجارت او پانګونو په هراړخيزې ښودنې کې برخمن وي. د تصديو او سوداګريزو چارو په ښودنه کې به څه دپاسه ۱۳۰ هېوادونو او سيمو څه دپاسه ۳۰۰۰ تصدي ګډون ولري. په دې ترڅ کې به د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ۵۸ هېوادونو څه دپاسه زر تصدۍ په نندارتون کې ګډون وکړي چې د برخوالو تصديو د عمومي شمير يوه درېيمه برخه به ونيسي. کرهنيز توليدات، د ژوند لپاره توليدات او لباسونه او نور زيات شيان به په نندارتون کې وښودل شي.

د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وزير وانګ بينګ نان وويل چې دغه نندارتون تر اوسه پورې په نړۍ کې د وارداتو تر عنوان لاندې د هېواد په کچه لوی لومړی نندارتون دی چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په چارو کې يو بل مهم بنسټ به وګرځي او په نړيوالو کې د زغم او د ګډو ګټو تر لاسه کولو لپاره يوه نړيواله عامه صحنه به هم وي. د اټکل له مخې به په راتلونکو ۱۵ کلونو کې چين ته د ۲ لکه ۴۰ زرو مليارډو امريکايي ډالرو په انداه سوداګريز توکي وارد شي. دغه نندارتون به هرومرو د يو کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو په شمول له ګڼ شمېر هېوادونو څخه چين ته د وارداتو لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د نړيوال اقتصاد پرمختيا ته به نوي انرژي ورکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای