CRI Online

لي که چيانګ د سوداګريز چاپيريال د اصلاحاتو عالي رتبه نړيوال سمينار ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-03 17:25:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ماليې وزارت، د بېجينګ ښاري حکومت او نړيوال بانک په ګډه سره د سوداګريز چاپيريال د اصلاحاتو عالي رتبه نړيوال سمينار د نومبر په ۲مه نېټه په بېجينګ کې تر سره کړ. د چين صدراعظم لي که چيانګ د مبارکۍ پيغام ورته ولېږه.

لي که چيانګ په ياد پيغام کې وويل، سوداګريز چاپيريال د تصديو لپاره ډېر مهم دی. په دې وروستيو کلونو کې چين حکومت دندې ډېرې بدلې کړې دي، د سوداګريز چاپيريال د اصلاحاتو په برخه کې يې ډېره هڅه کړې ده او زيات برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي او بازار او ټولنې ته يې ډېرې انرژۍ ورکړې دي. چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون کچه لوړه کړي، چيني او بهرنيو تصديو ته په درنه سترګه ګوري، ژر تر ژره يو بازاري، قانوني او نړيوال سوداګريز چاپيريال به جوړ کړي څو چې دغه هېواد د چيني او بهرنيو تصديو د پانګونو، پرمختګ او همکاريو لپاره يو ډګر برابر کړي.

لي که چيانګ وويل، چين غواړي له نړيوال بانک سره نورې زياتې همکارۍ وکړي څو چې نړيوالې ستونزې حل کړي. هيله ده چې د دې سمينار ګډون کوونکي تر زياتې اندازې پورې د نړۍ د ورخلاصون او همکاريو او د سوداګريز چاپيريال د اصلاحاتو لپاره خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای