CRI Online

امريکا به د انرژيو او بانکدارۍ په شمول ساحو کې پر ايران بيا بنديزونه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-03 17:28:50

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت د نومبر په دويمه نېټه اعلان وکړ چې د روانې مياشتې په پنځمه نېټه به د انرژيو او بانکدارۍ په شمول ساحو کې پر ايران بيا بنديزونه ولګوي. له دې وروسته چې امريکا د روان کال په می مياشت کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه له هراړخيز تړون څخه د وتلو اعلان وکړ، دا دويم ځل دی چې امريکا پر ايران بيا بنديزونه لګوي. امريکا د ايران سره د ذروي مسئلې په هکله د تړون له امله بنديزونه لېرې کړي و، اوس بيا په پوره توګه اعاده کړي.

د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو په همدې ورځ وويل چې امريکا به په پنځمه نېټه د انرژيو، د بيړيو جوړولو، د هوانوردۍ او د بانکدارۍ په شمول چارو کې پر ايران بنديزونه بيا ولګوي.

د امريکا د مالي وزير ستيوين تيرنير منوچين وويل چې دغه وزارت به په پنځمه نېټه پر څه دپاسه اووه سوو ايراني شخصيتونو او تصديو بنديزونه ولګوي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په دويمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دغه هېواد د نفتو د صادراتو او د بانکي سيستم پر چارو د امريکا د بنديزونو په هکله انديښنه نه لري. په اعلاميه کې راغلي چې د امريکا بنديزونه رواني جنګ دی چې ايران نه ترې ويريږي. ايران په هر چاپيريال کې د هېواد د اقتصاد د اداري او د خلکو د ژوند د سويې تامينولو توان لري.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو جګپوړي استازي فيديريکا موغريني د نومبر په دويمه نېټه د فرانسي، جرمني او بريتانيا له خارجه وزيرانو او مالې وزيرانو سره د يوې ګډې اعلاميې په خپولو سره د امريکا د ياد عمل په هکله افسوس څرګند کړ او ژمنه يې وکړه چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون د عملي کولو لپاره به هلې ځلې وکړي او هېله يې وښودله چې ايران په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای