د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۲مه نېټه د دولتي شورا دايمي غونډې مشري وکړه. په دغه غونډه کې د ګومارنو د پياوړتيا په هکله تدبيرونه تثبيت شوي، د بي کارۍ بيمې د مصرفولو اندازې د کموالي په هکله د تګلارې د عملي کيدو مودې د اوږدوالي پريکړه شوې، د دولتي شورا لخوا د پنځمې لويې څارنې حالت اوريدل شوی دی.
په غونډه کې دې ته اشاره شوې چې اوسمهال د هېواد په دننه او بهر کې حالات پيچيلي دي او په چين کې د کارونو پيدا کولو فشارونه لا هم زيات دي. بايد د کمونېست ګوند او د دولتي شورا د ترتيباتو له مخې د ګومارنو پر فعالو ستراتيژيو او تګلارو ټينګار وشي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |