CRI Online

لي که چيانګ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-03 20:22:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ۳مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هغه چې له چين څخه په رسمي ليدنه بوخت دی، خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ وويل، چين او پاکستان هر وخت ستراتيژيک همکاران دي، ډېر لوړ متقابل سياسي اعتماد او په بېلابېلو برخو کې همکارۍ لري، په مرکزي ګټو لرونکو مسئلو کې يو له بل څخه کلک ملاتړ کوي. په ديپلوماتيکه برخه کې چين تل پاکستان ته لومړيتوب ورکوي.

عمران خان وويل، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د پاکستان لپاره يو ډېر مهم فرصت دی چې د دې هېواد د خلکو ګټې به زياتې کړي او اقتصاد او ټولنې ته يې وده ورکړې ده. پاکستان به په دوامدار ډول دغه اقتصادي دهليز تأسيس کړي او د دهليز او د چيني کمپنيو د کارکوونکو د امنيت ساتنې لپاره به لازم تدابير ونيسي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای