CRI Online

لي جان شو په جلا جلا توګه د دومينيګن د ولسمشر دانيلو ميدينا او د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-03 20:29:40

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر لي جان شو د نومبر په ۳مه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې په جلا جلا توګه د دومينيکن د ولسمشر دانيلو ميدينا او د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل.

لي جان شو له عمران خان سره د ليدنې په وخت کې وويل په ۲۰۱۵ کال کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ له پاکستان څخه ليدنه کړې وه چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې هراړخيزې د ستراتژيکو همکاريو دوستانه اړيکو ته لوړې شوې. د نومبر په ۲مه نېټه دولت رئيس شي جين پينګ له صدراعظم سره ليدنه کړې چې د چين او پاکستان تر منځ د اړيکو د پرمختګ لپاره نقشه پلانه کړې او لوری يې روښانه کړی. دواړه خواوې بايد د دواړو مشرانو ګډې نظريې عملي کړي او په نوې زمانه کې د چين او پاکستان د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي. د چين ملي ولسي کانګرس غواړي چې د پاکستان له پارلمان سره همکارۍ او تګ راتګ پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د چټکې پرمختيا لپاره فعال خدمتونه تر سره کړي.

عمران خان وويل چې پاکستان د چين ټينګ ملګری دی او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ دوستۍ اړيکې ټينګې دې. پاکستان هيله لري چې د هېواد د اداري، د بي وزلۍ له منځه وړلو او د فساد ضد شمول ساحو کې د چين بريالۍ تجربې خپلې کړي او د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ لپاره کوښښ وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای