CRI Online

د چين مرکزي تلويزيون د خپل مبصر په قلم د يوې مقالې په خپرولو سره د چين د وارداتو د لومړي نړيوال نندارتون د جوړېدو په مناسبت تودې مبارکۍ وويلې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-04 16:35:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د مرکزي تلويزيون ويبپاڼې د نومبر په ۴مه نېټه د خپل مبصر په قلم د يوې مقالې په خپرولو سره چې عنوان يې و (( د چين پرمختګ، د نړۍ فرصت))، د چين د وارداتو د لومړي نړيوال نندارتون د جوړېدو په مناسبت تودې مبارکۍ څرګندې کړې.

په دې مقاله کې راغلي چې د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون به د نومبر په ۵مه نېټه په شانګهای کې پرانيستل شي. د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو څه باندې ۳ زره تصدۍ او د شاو خوا ۱۵۰ هېوادونو او سيمو سياستوال، صنعتي او سوداګريز شخصيتونه او د اړوندو نړيوالو سازمانونو مسئولين به په دې نندارتون کې ګډون وکړي. د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا مطرح، وړاندې او ترتيب شوی، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کليزې په وخت کې د وارداتو تر عنوان لاندې او د هېواد په کچه د چين لومړی نندارتون دی. دا يو معمولي نندارتون نه دی، بلکې په ابتکاري ډول زموږ د بازار د ورخلاصون په اړه د مهمې تګلارې اعلان او عمل دی. د رئيس شي جين پينګ له يادې خبرې څخه په نوې زمانه کې د ورخلاصون د پراخوالي په اړه د چين هوډ او باور ښکاره شوی. چين په خپلو رښتينو عملونو نړۍ ته دا ښکاره کوي چې د چين د ورخلاصون دروازه به بنده نه شي، يوازې به لا پراخه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای