CRI Online

د نړيوالو رسنيو په اند، د دواړو هېوادونو د مشرانو يادې تلېفوني خبرې اترې ډېرې رغنده دي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-04 16:36:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا د ولسمشر ډونالد ترمپ په بلنه د نومبر په لومړۍ نېټه ورسره تلېفوني خبرې وکړې. د نړيوالو رسنيو په اند، د دواړو هېوادونو د مشرانو يادې تلېفوني خبرې اترې ډېرې رغنده دي او د چين او امريکا د تجارتي مسئلو د حل د پرمختګ پيغام يې بهر ته ورکړ.

ترمپ په همدې ورځ په ټويټر کې وويل، چې له شي جين پينګ سره يې خبرې اترې ډېرې ښې وې. دوی پر زياتو موضوعګانو بحث وکړ چې پکې تجارتي مسئلې ډېرې مهمې دي. دواړو خواوو هم د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په اړه بحث وکړ. هغه دا هم وويل چې په ارجنټاين کې د شلو هېوادونو ګروپ په سرمشريزه غونډه کې به له شي جين پينګ سره اړوند بحث نورې خبرې هم وکړي.

بلومبرګ نيوز په دوهمه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل، دغه خبرې اترې په تېرو شپږو مياشتو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو لومړی ځل دی چې بهر ته يې خپرې کړې. دواړو خواوو دا څرګنده کړه چې د تجارتي مسئلو او د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په برخو کې ډېر رغنده بحث وکړ.

د امريکا وال ستريټ ورځپاڼې په لومړۍ نېټه د سپينې ماڼۍ د دولتي اقتصادي کميټې د مشر خبرو په حواله وويل، د دواړو هېوادونو د مشرانو په کچه، د امريکا او چين ترمنځ اړيکې او تماس اعاده کېږي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای