CRI Online

د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ څي شان د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-04 16:40:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ څي شان د نومبر په ۳مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ليدنه وکړه.

وانګ څي شان وويل، پاکستان د چين يوازينی د هر وخت ستراتيژيک همکار دی. د دواړو هېوادونو دوستي د وخت په اوږد سيند کې له ازموينې بريالۍ وتلې ده او تل به ژوندۍ وي. چين به په دوامدار ډول په ديپلوماتيکه برخه کې پاکستان ته لومړيتوب ورکړي او غواړي له پاکستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډه موافقه پر ځای کړي، عالي رتبه متقابل سفرونه او ليدنې وساتي، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز بشپړ او پراخ کړي، د مهمو نړيوالو او سمه ييزو مسئلو په برخو کې خبرې اترې او همکارۍ زياتې کړي.

عمران خان وويل، پاکستان د دواړو هېوادونو په دوستۍ نازيږي او تل به له چين سره دوستي وکړي. پاکستان د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون برياليتوب ستاينه کوي او هيله لري چې له چين څخه د حکومتوالي تجربې زده کړي. پاکستان غواړي له چين سره په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې همغږي وساتي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د بشپړتيا لپاره هڅه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای