CRI Online

د چين د لومړۍ دورې د وارداتي نندارتون مطبوعاتي مرکز په کار پيل کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-11-04 16:54:10

د چين د لومړۍ دورې وارداتي نندارتون به د نومبر له ۵مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. د دې نندارتون مطبوعاتي مرکز په ۴مه نېټه په کار پيل وکړ. تر اوسه پورې د ۶۳۰ چيني او بهرنيو رسنيو څه باندې ۴۱۰۰ خبريالان به د دغه نندارتون په اړه خبرونه ورکړي.

ياد مطبوعاتي مرکز د شانګهای د نندارتون په دولتي مرکز کې واقع دی چې ۱۳ زره مربع متره مساحت لري او پکې د معلوماتي چوپړتياوو سيمه، د عامه کارکوونکو سيمه، د ځانګرې کارکوونکو سيمه، د راډيو او تلېويزيون رسنيزه سيمه، مطبوعاتي سيمه او د خوراک او تفريح سيمه شتون لري. د خبر له مخې، دغه مطبوعاتي مرکز په بې سيم انټرنېټ سمبال دی چې تقريباً څلور زره خبريالان په عين وخت کې وړيا انټرنېټ استعمالولی شي.

(فرشته)


1  2  3  4  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای