CRI Online

شي جين پينګ د ويتنام له صدراعظم نګوين شوان پهو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-04 20:23:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۴مه نېټه په شانګهای کې د ويتنام له صدراعظم نګوين شوان پهو سره وکتل.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې روان کال د چين او ويتنام ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له ۱۰مې کليزې سره برابر دی. دواړه هېوادونه د اصلاحاتو او پرمختګ په مهمه مرحله کې دي. دواړه خواوې بايد د خلکو د اصلي ګټو سره سم د دوه اړخيزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره هڅې وکړي او د پرمختګ په لار کې دې ګډې ګټې ومومي. چين هيله لري چې نورې زياتې چيني تصدۍ وهڅوي چې په ويتنام کې لويې همکاريزې پروژې تر سره کړي. ويتنام د چين د وارداتو په لومړي نړيوال نندارتون کې عمده مېلمه هېواد دی او په جنوب ختيځې اسيا کې د چين لومړی لوی سوداکريز ملګری هم دی. چين غواړي له ويتنام څخه نور زيات مناسب توليدات وارد کړي. دواړه خواوې بايد د خلکو د ژوند په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي او په پر له پسې توګه دې د دواړو هېوادونو د خلکو په تيره بيا د ځوانانو ترمنځ دوستي لا ټينګه کړي.

نګوين شوان پهو وويل، د چين د وارداتو له نړيوال نندارتون څخه د ورخلاصون د پراخوالي او د ازادې سوداګرۍ اراده ښکاره شوې. ويتنام هيله لري چې د دې فرصت په نيولو سره چين ته صادرات زيات کړي. ويتنام هيله لري چې د دواړو هېوادونو د مشرانو د تر لاسه شويو ګډو نظريو او اصولو سره سم په مناسب ډول سمندري مسئله حل کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای