CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د کنيا له ولسمشر اوهورو کنياتا سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-04 20:23:46

سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۴مه نېټه په شانګهای کې د کنيا له ولسمشر اوهورو کنياتا سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، سږ کال په سپتمبر په بېجينګ کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزه غونډه کې له ښاغلی ولسمشر سره مې د چين او کنيا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ موندلو په اړه مهمه موافقه تر لاسه کړې ده. زه هرکلی کوم چې ښاغلی ولسمشر د چين د لومړۍ دورې په نړيوال وارداتي نندارتون کې برخه اخلي. چين غواړي له کنيا سره د کنيا د توليداتو اضافي ارزښت او د رقابت توان لوړ کړي او له کنيا څخه د توليداتو واردات زيات کړي. دواړه خواوې بايد په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې تماس او همکارۍ زياتې کړي او بايد په ګډه څواړخيز سيستم او نظام وساتي.

کنياتا وويل، د رئيس شي جين پينګ د فکر په اړه، چې پرمختګ د ټولو مسئلو د حل مهم ټکی دی، زه ورسره موافق يم. دا د نړيوالې سولې او ګډ پرمختګ لپاره ډېر مهم خدمت دی چې رئيس شي جين پينګ يو کمربند او يوه لاره نظريه وړاندې کړه او د چين او افريقا همکارۍ فورم ته په درنه سترګه ګوري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای