CRI Online

د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون راشئ!

cri     (GMT+08:00) 2018-11-04 20:31:24

سبا يعنې د نومبر په ۵مه نېټه به د وارداتو تر عنوان لاندې د نړۍ لومړی نړيوال نندارتون د چين په شانګهای کې پرانيستل شي. دا د اقتصاد د نړيوال کېدو د هڅولو په موخه د چين حکومت له خوا برابر شوی عام نړيوال فرصت دی، د ګردې کرې د ۱۳۰ هېوادونو او سيمو د څه باندې ۳۰۰۰ تصديو لپاره به يو نوی همکاريز ډګر جوړ کړي او نورو هېوادونو ته د چين د چټک پرمختګ اورګاډي ته د پورته کېدلو نوی فرصتونه ورسوي.

نړۍ ته په کتو، ډول ډول وارداتي او صادراتي نندارتونو ډېر دي. د چين د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون د دغو نندارتونونو په پرتله معمولي نه دی چې پکې نه يوازې د تصديو نندارتون، بلکې دولتي نندارتون شامل دی، نه يوازې د مالونو سوداګري بلکې د خدمتي چارو سوداګري لري، نه يوازې نندارتونونه به پکې تر سره شي، بلکې د مهمو نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه به بحثونه وشي.

په داسې حال کې چې له نړيوال کېدو سره مخالف افکار او د سوداګرۍ حمايت غوښتنه پورته شوې او نړيوال اقتصاد د ټيټوالي له فشار سره مخامخ دی، د بېلا بېلو هېوادونو صنعتي او سوداګريز شخصيتونه له اندېښنو څخه ډک دي، او ټول هيله لري چې د چين د نړيوال وارداتي نندارتون له لارې د چين بازارونو ته لار پيدا کړي. د نړۍ توليدوونکي او صادراتي سوداګر تېز ليد لري. ځکه په اوسنۍ نړۍ کې تقريباً د چين په شان يو بل داسې بازار نه شي پيدا کېدای چې نژدې د يو مليارډ څلور مليونه تنو نفوس ولري او د منځني عايد لرونکو کسانو شمېر څلور مليونه تنه دی. د نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د چين د مالونو د وارداتو زياتوالي منځنی انډول ۱۳.۵سلنه دی چې د نړيوالو وارداتو د زياتوالي انډول له دوه چنده سره برابر دی، د چين د خدمتي چارو د وارداتو د زياتوالي منځنی انډول ۱۶.۷سلنه دی چې د نړۍ د منځني انډول له ۲.۷ چنده سره برابر دی. چين نړيوالو سوداګريزو ملګرو ته، نه يوازې پرمختللو هېوادونو بلکې پرمختيايي هېوادونو ته ستر فرصتونه رسولي، له ۲۰۰۲ کال راهيسې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين د خدمت منځنی انډول ۳۰ سلنې ته نژدې شوی دی.

موږ بايد دې ته پاملرنه وکړو چې د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰ کلونو راهيسې چين نه يوازې د ورخلاصون ګټه اخيستونکی دی بلکې د ورخلاصون ملاتړ کوونکی او عملي کوونکی هم دی، او تل د سوداګرۍ له ازادېدو او د پانګونې له اسانه کېدو څخه ټينګ ملاتړ کوي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په زياتو نړيوالو ناستو کې د چين دغه هوډ او باور څرګند کړی چې پر هراړخيز ورخلاصون ټينګار کوي او د چين له پرمختګ څخه د بېلا بېلو خواوو د ګټه اخيستلو هرکلی کوي. د وارداتو لومړی نړيوال نندارتون د برخوالو سوداګرو لپاره د ګمرکي تشريفاتو، د پوهنې ملکيت حق، پولي خدمتونو او قانوني چارو په برخو کې د ضمانت تدبيرونه نيولي، باور لرو چې بهرني سوداګر د بازاري ورخلاصون د پراخوالي په اړه د چين له صميميت څخه ډکه هيله او ګامونه احساسوي.

چين له نړۍ سره د پرمختيايي فرصتونو د شريکولو صحنه جوړه کړې چې چين به راتلونکو پنځو کلونو کې د ۸۰۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت توليدات وارد کړي، ۶۰۰ مليارډه امريکايي ډالره بهرنۍ پانګونې به راجلب کړي او په بهر کې به ۷۵۰ مليارډه امريکايي ډالره پانګونې وکړي. چين به هر کال نړيوال وارداتي نندارتون جوړ کړي څو د نړيوالو توليدوونکو او صادراتي سوداګرو لپاره په چيني بازارونو کې د خپلو چارو د پراخوالي ډګر وګرځي. تر ټولو مهمه دا ده چې چين تل په خپلو عملونو نړۍ ته د ورخلاصون، جامعيت او ګډو ګټو افکار خپروي کوم چې د اقتصاد د نړيوال کېدو په حال کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ کلي ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای